بيجېنګ، جون 26، 2024 / PRNewswire/ — له چاینا ډېلي څخه ترلاسه شوی راپور:
د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو ګډونوالو د یوه کمربند او يوې لارې د مهارتونو په دوهمه نړيواله سيالۍ کې چې له دوشنبې څخه تر چهارشنبه پورې د چين په جنوب لويديځ په چونګ کېنګ کې تر سره شوه، خپل مهارتونه نندارې ته وړاندې کړل.
18 ګټګورۍ سیالۍ شتون لري چې د دې سیالیو 11 مورده د WorldSkills برخه هم دي، چې د مسلکي زده کړو او مهارتونو د لوړې کچې پېښه ګڼل کېږي. په دغه کټګوریو کې ډیجيټلي رغونه، برېښنايي تجهیزات، د معلوماتو د شبکې غځونه او د وېښتانو اصلاح او سینګار شاملېږي.
په پاتې اوو کټګوریو کې د موټرو تکنالوژي (نوې انرژي)، د رېلګاډو د سېګنال د کنټرول تکنالوژي، د بې پیلوټه الوتونکو نقلیه وسایطو (UAV) ترمیم، د صنعتي روباټونو د سیستم عملیات، د شیانو د انټرنېټ (IoT) نصب او کړاو له منځنه وړنه، د کافي جوړول او انټرنېټي بازاموندنه شاملېږي.
دغې سیالۍ د نړۍ په کچه د هیوادونو او سیمو پراخه پاملرنه او فعاله برخه اخیستې جلب کړې ده. د لومړۍ غونډې په پرتله چې په 2019 کې په چونګ کېنګ کې ترسره شوه، دغه سیالي د پراخه ځانګړتیاوو، لوړې کچې، پراخ نفوذ او بډايه فعالیتونو لرونکې ده.
د شمېرو له مخې، په دغه سیالۍ کې له 61 هیوادونو او سیمو څخه د 190 سیالانو، 183 قاضیانو، او 30 ژباړونکو په ګډون 590 ماهرو کسانو برخه اخیستې وه او له یادې پېښې څخه یې زده کړه ترلاسه کړه. دغې سیالۍ ته ذیدخلو هېوادونو د وزيرانو په کچه چارواکي او تخنيکي څارونکي ولېږل چې له سيالۍ څخه لیدنه او زده کړه وکړي.
د الکترونيکي وسایلو د نصب او د موټرو په تکنالوژۍ (نوې انرژي) کې ټول ګډونوال نارینه وو، په داسې حال کې د سینګار او ښکلا د درملنې د مهارتونو ټولې ګډونوالې ښځې وې، چې د ښځو د ګډون کچه د وېښتو د اصلاح او سینګار په برخه کې له دوه پر درې برخو لوړه وه.
د عمر له اړخه، د سیالۍ کوونکو اوسط عمر 22 و چې له 30 کلونو څخه کم عمره برخه اخیستونکو د مجموعي ګډونوالو 95 سلنه جوړوله، او له 20 کلونو څخه کم عمره ګډونوالو له 40 سلنې څخه زیات وو. ترټولو ځوان ګډون کوونکی 15 کلن دی چې د صنعتي روباټ د سیسټم په عملیاتي برخه کې یې ګډون کړی و.
د پرانېستې غونډه د دوشنبه ورځې ماښام ترسره شوه، چې ورپسې په سه شنبه او چهار شنبه سیالۍ ترسره شوې، او د اختتامیې غونډه به د چهارشنبه په ورځ ترسره شي چې ګډونکو ته به ډالۍ هم ورکړل شي.
د سیالۍ له 18 رسمي کټګوریو سربېره به د بحث، ښاري سفرونو، د ګډون کوونکو ټیمونو لپاره د لیدنو او تبادلو او نندارتونونو په څېر فعالیتونه هم شتون ولري ترڅو ګدې همکارۍ، د هوکړه لیکونو لاسلیکول، او د اړونده پایلو سوداګریز کول پراختیا ومومي، او هڅه وشي چې دغه سیالي له ځانګړتیاوو، تجربو او تعاملاتو سره د مهارتونو د موضوع “کارنیوال” وګرځي.
اړیکه: چوان ما، machuan@chinadaily.com.cn