زوژا، چین، د مۍ 31، 2024 /PRNewswire/: XCMG اېکسکواټور، له XCMG ماشینرۍ (SHE:000425, XCMG) څخه د اېکسکواټورد سوداګرۍ ځانګړي واحد، د نړیوالو پېرودونکو په خپل شپږم فیسټیوال کې چې د ایکسکواټري ماشینونو د تولید په کارخونه کې ترسره شو، د نړیوال G سیریز خپل ایکسکواټورونه وړاندې کړل. په دغه پېښه کې نږدې 30 ابتکاري محصولات وړاندې شول چې اندونیزیایي پېرودونکو ته په لوړه کچه د نړیوال G سیریز لېږد پکې شاملېږي.
په دغه جشن کې د بېلابېلو هېوادو نږدې 400 پېرودونکو او د نړیوالو رسنیو استازو ګډون کړی وی چې د دغه په زړه پورې غوندې شاهدان وو.
د G سیریز نوی وړاندې شوی محصول د XCMG د وروستۍ څېړڼې او هغو پراختیايي لاسته روړنو څرګندويي کوي چې په بهرني مارکېټ باندې متمرکزې دي. XCMG د C سیریز او D سیریز په بریا باندې په اتکاء سره، د محصولاتو نوښت او د څېړنې او پراختیا بهبود ته دوام ورکوي.
“موږ د خپلو نړیوالو شریکانو سره کار کولو ته ژمن یو ترڅو د متقابلو ګټو او همکارۍ همغږۍ ته دوام ورکړو، په دوامداره توګه د بشپړ سوداګریز اکوسیستم خپلې همکارۍ ژورې کړو ترڅو د ګډ ارزښت رامنځ ته کولو او ګډ پرمختګ بریا ترلاسه کړو ،” سونګ ژییک ، د XCMG ماشینري مرستیال رییس او د XCMG اېکسکواټرو د سوداګریز واحد عمومي مدیر وویل.
د نړیوال G سیریز محصولاتو له 50 څخه په زیاتو تکنالوژیو کې پرمختګ ترلاسه کړی دی چې په دې کې د هر ډول شرایطو د برېښنا مقایسه او د PIC د مخ پر وړاندې تغدیې کنټرول شاملېږي. دا پرمختګونه د انرژۍ د پام وړ مؤثریت غوره تناسب، اعتبار، عملیاتي وړتیا، راحتي او موافقت کې د عمومي فعالیت ګټې ته وده ورکوي. دغه ځانګړتیاوې نه یوازې د پیرودونکو له توقعاتو څخه تجاوز کوي، بلکه د تجهیزاتو د عملیاتو په اړه جامع پوهه هم رامنځ ته کوي چې د کارولو اسانتیا، خوندیتوب او موثریت ته وده ورکوي.
د لېږد یا وړاندې کولو د غونډې په تعقیب، نړیوالو میلمنو ته بلنه ورکړل شوه چې د نړیوال G سیریز محصولاتو لپاره د تولید کرښې سره نږدې لیدنه وکړي. د مختلفو سیمه ایزو پیرودونکو لپاره د دودیز محصول زونونه ترتیب شوي، د ننداتون له محوطې سره د پراخو پورزو لپاره د نندارتون ساحه ښودل شوې، کوم چې د میلمنو او آن د سایټ د تخنیکي ټیمونو ترمنځ ژور تعاملات اسانه کوي.
د اساسي سوداګرۍ په توګه، XCMG ژمنه کوي چې په نړیواله کچه به د بشپړ ژوند دورې د ارزښت له خدماتو سره محصولات او حللارې وړاندې کويی. راتلونکي ته په کتو سره به دغه شرکت د سرحدونو په اوږدو کې نږدې همکارۍ ته دوام ورکړي چې هدف یې په ټوله نړۍ کې د ساختماني ماشینونو په سکتورونو کې د نړۍ په کچه د پرختللو تولیدي کلسټرونو جوړول دي.
د G سیریز د لېږد موضوع، د راتلونکي په لور حرکت، په ګډه نړیوال پرمختګ، د ساختماني ماشین آلاتو په صنعت کې د نړیوال پرمختګ او نوښت په لور د XCMG ژمنیا رانغاړي.
د نړیوال G سیریز د محصولاتو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ https://www.xcmgglobal.com/ ته مراجعه وکړئ.
تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2425772/XCMG_Excavator.jpg
اړیکه: کېنګېنګ فېنګ، 18810255384@163.com